Language

په کندوز کې د لويو لارو د امنيت لپاره عمليات پيل شول

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٥): د کندوز- تخار لويې لارې په اوږدو کې له وروستيو تښتونو وروسته امنيتي ځواکونو کندوز ښار ته د غځېدلو څلورو لويو لارو په اوږدو کې چاڼيزعمليات پيل کړل.

د کندوز د ٢٠مې پامير فرقې قوماندان جنرال اکرام الدين سامع پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شفق په نوم عمليات له وسله والو مخالفينو د نا امنو سيمو د چاڼ او د لويو لارو د امنيت خوندي کولو په موخه پلان شوي دي.

د سرچينې په خبره، دغه عمليات په کابل- کندوز، کندوز- تخار، کندوز- شېرخان بندر او کندوز- چهاردرې لويو لارو کې پيل شوي دي.

د هېواد په شمال ختيځ کې د ١٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شيرعلي کامه وال وويل: ((له ملي اردو، ملي پوليسو او عامه نظم پوليسو سره په همغږۍ يې نن عمليات پيل کړل.))

نوموړي زياته کړه چې وسله وال مخالفين د لويو لارو په اوږدو کې د خلکو د ځورونې سبب کېږي چې د يادو عملياتو په پايله کې پر دې لويې لار ټول وسله والو مخالفين له منځه وړل کېږي.

د کندوز يوه مدني فعال ذبيح الله مجيدي وويل چې پخوا هم دا ډول عمليات ترسره شوي، خو امنيتي ځواکونو له پوستې جوړولو پرته چاڼ شوې سيمې بېرته خوشې کړې دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې دغه ځل به امنيتي ځواکونه پاکې شوې سيمې بېرته نه پرېږدي او امنيتي پوستې به په کې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د ځايي چارواکو په خبره، د کندو- تخار لويې لارې په اوږدو کې دوه ځله مسافر وړونکي موټر درول شوي او نږدې ٢٢٠ مسافر يې وتښتول چې وروسته يې يو شمېر له پلټنو وروسته را خوشي کړل، ځينې يې ووژل او ٢٠ نور لا هم ورسره بندي دي.

login or register a new account.

Related Topics