پل علم (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۵): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له يوې اونۍ راهيسې د دغه ولايت د استيناف محکمې او څارنوالۍ دروازې د خلکو پر مخ تړل شوې دي.
د روانې مياشتې په ١٦مه ځینو وسله والو د لوګر پر استيناف محکمې او څارنوالۍ بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د لوګر د څارنوال په ګډون لس تنه ووژل شول او ٢٣ نور ټپيان شول.
د دغه ولايت ځیني اوسېدونکي وايي چې له دغه بريد وروسته د استيناف محکمې او څارنوالۍ دروازې د خلکو پر مخ تړل شوې دي.
د مرکز پل علم د حصارک کلي اوسېدونکي بسم الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې اونۍ راهيسې د لوګر د استيناف محکمې او څارنوالۍ دروازې د خلکو پر مخ تړل شوې دي.
هغه وايي: ((زه پرون او نن د خپل کار لپاره څارنوالۍ او استيناف ته ورغلم خو په دروازه کې پوليس ولاړ دي او خلک ننوتو ته نه پرېږدي.))
ده د لوګر له سيمه ييزو چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر ياد عدلي او قضايي ارګانونه بېرته د خلکو پر مخ پرانيزي.
د څرخ ولسوالۍ د پنګرام کلي اوسېدونکي سید محب الله پژواک ته وویل چې د څارنوالۍ په جزايي برخه کې دوسيه لري.
هغه وايي: ((زه خبر وم چې په څارنوالۍ بريد شوی خو پر دې نه پوهېدم چې يوه هفته وروسته به يې هم دروازه تړلې وي، زه په دې ګرمۍ او روژه کې له خپل کلي راغلم خو عسکر اجازه نه راکوي چې دننه ورشم.))
هغه وايي چې د استيناف پر محکمې وسله وال بريد غندي خو زياتوي: ((دا هېڅ لازمه نه بولم چې حکومت دې دومره کمزورى وي چې له بريد يوه اونۍ وروسته دې هم استيناف محکمې او څارنوالۍ دروازې وتړي.))
د لوګر د ولايتي شورا رييس سيد قريب الله سادات هم پژواک ته وويل چې د استيناف پر محکمې تر بريد وروسته د محکمې او څارنوالۍ دروازې د خلکو پر مخ تړل شوې دي.
ده وويل: ((خلکو په دې اړه موږ ته شکايتونه وکړل، موږ چې کله دغه موضوع له ولايت سره شريکه کړه نو هغوى راته وويل چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي؛ ځکه يې دروازې تړل شوې دي.))
د لوګر د استيناف محکمې يو څارنوال د نوم د نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې له بريد وروسته د څارنوالۍ دروازه د مراجعينو پر مخ تړل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP