لښکرګاه (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۵): په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي چې په ځينو پوستو کې د ملي پوليسو د نه شتون له امله نور امنیتي ځواکونه اړ دي چې د ملي پوليسو دنده ترسره کړي.
په هلمند کې د سرحدي پوليسو د څلورمې لوا د چټک غبرګون قوماندان ډګروال اکا رسول مجاهد د غبرګولى په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير او د مرکز لښکرګاه د باباجي سيمې په ډېرو پوستو کې ملي پوليس نشته دي.
د مجاهد په وينا، په پوستو کې د ملي پوليسو د نه شتون له امله دوى اړ دي د سيمو امنيت پر سرحدي پوليسو وساتي.
هغه زياته کړه: ((د اصولو له مخې موږ په سيمو کې د لږ وخت پاتې کېدو مسووليت لرو خو د ملي پولیسو د خیالي تشکیلاتو او خپل سریو له امله په میاشتو، مياشتو دنده ترسره کوو.))
هغه د بېلګې په توګه وويل: ((دوه شپې وړاندې د یوې جګړې پر مهال ۳۰ تنه پولیس په تښته کې وو، چې را ومو ګرځول او د هغوی ځواب دا و چې نه غواړي نوره دنده ترسره کړي.))
مجاهد دا هم وويل چې د حکومتي چارواکو له لوري اړين امکانات او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د عملياتو اجازه نه ورکول کېږي.
دغه راز په لښکرګاه کې د ضربتي ځواکونو قوماندان بریدمل حبیب الله پکتیاوال هم پژواک ته وويل چې د مرکز لښکرګاه په باباجي او چاه انجير سيمو په ډېرو پوستو کې ملي پوليس شتون نه لري.
هغه وويل: ((دلته کوم پوليس چې موږ سره شته دي، په جګړو کې برخه نه اخلي او بله دا چې په شخصي کاليو کې ګرځي او دغه کار يې موږ ته جنجال پيدا کړى دى.))
ده وويل چې له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د دې سيمې امنيت دوى ساتي خو د جګړې لپاره پوره وسايل په واک کې نه لري.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز پژواک ته وويل چې د دې ستونزې د حل لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه وويل: ((تر دې وروسته ټولو پوليسو ته پر وخت اړين امکانات رسول کېږي څو غفلت ونه کړي او که څوک غفلت وکړي، بيا د قانون منګلو ته وسپارل شي.))
هغه دا هم وويل چې له نورو امنيتي ارګانونو سره پوره همغږي لري او د اصلاحاتو په موخه يې ولسواليو ته سفرونه هم پيل کړي دي.
login or register a new account.