Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٥): د لغمان چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو د هاوان د لګېدو له امله اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغېدلې د هاوان يوه مرمۍ نن سهار د ولايت د مرکز مهترلام اړوند د بسرام سيمې په يوه کرونده کې لګېدلې ده.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې يوه مېرمن وژل شوې، د يوې نجلۍ او بلې مېرمنې په ګدون اوه تنه نور ژوبل شوي دي.

ځواک وايي چې د پېښې ټپيان د مهترلام ملکي روغتون ته وړل شوي او هلته تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوي دي.

د والي وياند وويل چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.