Language

د کابل- ګردېز پر لویه لار پولیس له موټرو پیسې اخلي

پل علم (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۵): د کابل- ګردېز د لويې لارې د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي چې د لارې په اوږدو کې يې پوليس موټر دروي او د بډو تر ورکولو وروسته بيا د تګ اجازه ورکوي.

د کابل- ګردېز پر لويه لار د لوګر ولايت په مربوطاتو کې تېره ورځ پوليسو د همدې لارې بار وړونکي موټر درولي وو چې پژواک خبري اژانس انځورونه هم اخيستي دي.

د همدې لارې يوه موټر چلوونکي چې پوليسو يې موټر درولى و پژواک ته وويل: ((په تنکي واغجان کې پوليسو دوه ساعته زموږ موټر درولى و، ډول ډول خبرې موږ ته کوي کله وايي چې د ګمرک اسناد دې سم نه دي، کله وايي چې په موټر کې دې مخدره مواد دي خو دا ټولې بهانې دي، يواځې هدف يې پيسې وي.))

هغه وايي، دا لومړى ځل نه دى چې پوليسو ترې پيسې اخيستې دي تر وړاندې هم څو ځلې يې په دې لاره پوليسو ته پيسې ورکړې دي.

د هغه په وينا، په نورو هېوادونو کې چې خلک له ستونزو سره مخ شي نو پوليسو ته شکايت کوي خو په افغانستان کې پوليس خلکو ته ستونزې جوړوي.

د همدې لارې يو بل موټر چلوونکي عارف هم پژواک ته وويل چې په تنګي واغجان سيمه کې يې پوليسو موټر درولى و.

هغه زياته کړه: ((پوره نيم ساعت يې زما موټر درولى و او پوليسو ويل چې ستا پر موټر شک لرو نو کله چې يې رانه پنځه سوه افغانۍ واخيستې بيا هېڅ خبره نه وه د حرکت اجازه يې راکړه.))

ده هم وويل چې په دې لاره کې پوليس يواځې د بډو د ترلاسه کولو په موخه په بېلابېلو پلمو بار وړونکي موټر دروي.

دغه راز د همدې لارې يو بل موټر چلوونکي محبت وويل: ((همدا اوس تاسو ګورئ چې ما غوړي بار کړي دي، تر څو چې په دې لاره کې څو ځايه پوليسو ته پيسې ورنه کړم دغه غوړي خپل ځاى ته نه شم رسولاى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د لوګر په مربوطاتو کې د پل علم، شش کلا، تنګي واغجان او سقاوې دښتې په سيمو کې بار وړونکي موټر د پوليسو له لوري درول کېږي او پيسې ترې اخيستل کېږي.

يادو موټر چلوونکو له حکومتي چارواکو غوښتنه کوله چې ياده ستونزه يې هواره کړي او هغو پوليسو ته سخته سزا ورکړي چې په ناقانونه توګه د لارې په اوږدو کې له دوى څخه پيسې اخلي.

دغه راز د لوګر يوې حکومتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې د کابل- ګردېز پر لويه لار په ډېرو سيمو کې پوليس له بار وړونکو موټرو پيسې اخلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.