مزار شريف (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٥): د بلخ ولايت د مدني ټولنو لسګونه استازو د ډيورنډ پر فرضې کرښې تورخم د پاکستاني ځواکونو وروستي بريدونه وغندل او له افغان حکومته يې غوښتنه وکړه چې د پاکستان د سرغړونو په اړه دې ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي.
د غه څرګندونې مدني فعالانو نن پنجشنبه (غبرګولي ۲۷مه) د مزار شريف ښار د حضرت علي (رض ) د روضې په انګړ کې وکړې او تر څنګ يې له افغان امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وښود.
په شمال کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا مشر حميد صفوت په خپلو خبرو کې وويل چې پاکستان د ټولو نړيوالو اصولو خلاف پر افغان خاوره بريد کړی او دوى يې په کلکه غندي.
نوموړي د افغان امنيتي ځواکونو د قربانيو د ستاينې او ملاتړ تر څنګ وويل چې حکومت بايد له ديپلوماتيکو لارو دغې ستونزې ته د حل لاره ولټوي.
د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي جاوېد واک وويل، پاکستان بايد د فرضي کرښې په اوږدو کې ټولو اصولو ته غاړه کېږدي.
د هغه په وينا، د اصولو له مخې پاکستان حق نه لري چې د ډېورند فرضي کرښې په اوږدو کې تاسيسات جوړ کړي.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د پاکستان د سرغړونو په تکرار سره بايد ملګرو ملتونو ته شکايت وشي.
واک همدا راز وويل چې حالاتو ته په کتو سره بايد ياده ستونزه له ديپلوماتيکو لارو حل شي؛ خو که بيا هم پاکستان د بريد تابيا وکړي؛ نو افغانان به د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او پاکستان ته به ځواب ورکړي.
د افغانستان د خلکو د بنسټ مشر نجيب پيکان بيا پر پاکستان تور پورې کړ چې د افغانستان وروستي اقتصادي لاسته راوړنې يې ونه شواى زغملی او په ورته عمل يې لاس پورې کړ.
نوموړي له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د يوه ګاونډي په څېر چلند وکړي.
وروستي راپورونه ښيي چې افغان او پاکستاني لوريو له درې ځله جګړې وروسته پر اوربند توافق کړی دی.
د روانې اوونۍ په پيل کې وروسته له هغه په تورخم کې جګړه رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو د دروازې جوړولو هڅه وکړه او د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP