Language

ملي دفاع وزارت د ٥٢ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

کابل(پژواک، ۲۸غبرګولى ۹۵): د ملي د فاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ٥٢وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

 د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات د خلکو د سر او مال د خونديتوب په موخه ترسره شوي دي.

 د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ، دغه عمليات په ننګرهار ، پکتيا، پکتيکا، لوګر، غزني، کندهار، اروزګان، زابل، فراه، هرات، غور، بغلان، بلخ، جوزجان، فارياب، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.

 د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې چې هوايي او توپچي ملاتړ هم ورسره و، ٥٢وسله والو وژل شوي، چې په وژل شوو وسله والو کې د پکتيکا لپاره د القاعد شبکې اکمال کوونکى عبد الله او د بادغيس ولايت لپاره د طالبانو نظامي مسوول شاه عالم هم شامل دي .

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو ١٣سرتېري هم وژل شوي.

 وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.