محمودراقي (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): ناپېژاندو وسله والو په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو د استازي اقبال صافي يو ساتونکى وژلى دى.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ولايت د مرکز محمودراقي په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د اقبال صافي يو ساتونکى داوود شاه د شپې شاوخوا اته نيمې بجې د غنمو د فصل د ترېشل لپاره راوتلى و چې د نامعلومو وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو.
د قادري په وينا، پوليس سيمې ته ورسېدل او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
بلخوا د دغه ولايت په دوهم کوهستان ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو غلو تر منځ نښته شوې ده.
د والي وياند وويل چې د امنيه قوماندانۍ يو افسر د کورنۍ له غړو سره د ولسوالۍ د ناواباد سيمې ته روان و، چې په لاره کې د غلو لخوا پرې بريد شوى و.
د هغه په وينا، په دې نښته کې يو وسله وال غل وژل شوى، يو غل او درې د ياد افسر د کورنۍ غړي ټپي شوي دي.
login or register a new account.