ښرنه (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): د پکتيکا د کليو د پراختيا او بيارغوني رييس وايي، په دې ولايت کې به لس زره کسان په ټولنيزو پروژو کې پر دندو وګومارل شي.
د دغه ولايت د کليو او پراختيا رييس انجنير نجيب جاهد، دغه څرګندونې د غبرګولي په ٢٩مه، په کليو او بانډو کې خلکو ته د کار د زمينې برابرولو پر مهال له لسګونو کسانو څخه د ازموينې اخيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه زياته کړه، رياست به يې د MCG پروګرام له لارې د دې ولايت د مرکز او ولسواليو شاوخوا لسو زرو کسانو ته په خپلو کليو کې د کار زمينه برابره کړي.
د نوموړي په وينا، دغه پروګرام چې اويا زره کاري ورځې به ولري، لسو زرو کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي او پر مټ به يې د ملي پيوستون له لوري پخوا جوړې شوې پروژې ترميم او هغه پروژې چې چاري يې په نيمايې کې پاتي شوي، بشپړې شي.
جاهد وايي، د همدې پروګرام د پلي کېدلو لپاره يې له ۱۴۴ کسانو څخه ازموينه واخيسته او ۲۴ کسان به په کې له برياليتوب وروسته د دې ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې پر دندو وګمارل شي.
د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي اسد الله پژواک ته وويل، لسو زرو کسانو ته کاري زمينه پيدا کول د دې ولايت د ځوانانو لپاره لوى زېرى دى.
د هغه په خبره، همدا اوس په دې ولايت کې زرګونه ځوانان بېکاره دي.
دى وايي، له رشوت او واسطې پرته په دولتي ادارو کې کار پيدا کول ستونزمن کار دى.
اسدالله وويل، د دې ولايت د دوو دولتي پوستونو لپاره يې ازموينه ورکړې، د زياتو نومرو له ترلاسه کولو سره سره يې دنده نه ده ترلاسه کړې.
خو د پکتيکا والي امين الله شارق د فساد په اړه پژواک ته وويل، تر ډيره يې په دې ولايت کې د فساد مخه نيولې او لا هم هڅه کوي، چې په دې برخه کې ډېر کار تر سره کړي.
login or register a new account.