Language

لوګر کې د یوې بهرنۍ موسسې وسایل او پیسې غلا شوي

پل علم (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٥): د لوګر په مرکز کې نا پېژاندو وسله والو د (PMU) په نوم  يوه بهرنۍ موسسه لوټلې ده.

په لوګر کې د (PMU) موسسې د سيمه ييز دفتر مشر ظفرخان پژواک ته وويل چې تېره شپه ماښام مهال ناپېژاندو وسله والو دغه موسسه لوټلې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، وسله والو له دې موسسې يو لنډکرويزر موټر، ١٤ پايې کمپوټر، ٥٥٠زره نغدې افغانۍ او ځيني نور اسناد او وسايل له ځانه سره وړي دي.

هغه زياته کړه: ((د روژه ماتي په وخت کې دغه کار شوى ما ژر امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړ، هغوى راغلل او زموږ د دروازې ساتونکى يې نيولى دى.))

ده وويل چې په يادو کمپيوټرونو کې ډېر اسنادونه وو، د هغو په اړه سخت خواشينى دى.

د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم دغه پېښه تاييد کړه او ويي ويل: ((د شرم ځاى دى چې د ښار په منځ کې دغه ډول غلا کېږي.))

هغه ټينګار وکړ چې امنيتي ارګانونه بايد د دې پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي يواځې دومره وويل چې په دې اړه يې معلومات د ولايت له مقام سره شريک کړي دي.

خو د لوګر د والي وياند سليم صالح بيا وايي: ((امنيتي ارګانونه په دې برخه کې مسوول دي خپله بايد رسنيو ته معلومات ورکړي.))

(PMU)  يوه بهرنۍ موسسه ده چې په لوګر ولايت کې د ملي پيوستون له پروګرام سره په تخنيکي او ځينو نورو برخو کې مرستې کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.