کندوز (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٥): د کندوز د کرنې رياست وايي، په روان کال کې د دغه ولايت پر ١٨٤زره هکټاره للمي او اوبيزو ځمکو باندې غنم کرل شوي و او ښايي حاصلات يې د تېر کال په پرتله شل سلنه کم وي.
د کندوز د کرنې او مالدارۍ رييس محمد نبي رووفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د غنمو حاصلات د قناعت وړ نه دي او د دغه ولايت د کرنې اداره او بزرګران يې په اړه يو څه اندېښمن دي.
هغه زياته کړه: "کندوز ولايت کې تېر کال د غنمو حاصلات ښه و، پر ١٨٢زره هکټاره ځمکه باندې غنم کرل شوي و، چې ٤٨٠زره ټنه غنم ترې ترلاسه شول، خو سږ کال بيا دا چې ١٨٤زره هکټاره للمۍ او اوبيزو سيمو باندې غنم کرل شوي و، اټکل کېږي چې حاصلات يې ٤١١زره ټنه ته ورسيږي، چې دغه شمېرې ٢٠ سلنه ټيټوالى په ګوته کوي."
نوموړي په کندوز کې د غنمو د کمښت يواځينى لامل د موسمي بارانونو او واورو نه ورښت وباله او زياته يې کړه، د دغه ولايت په ډېرى ولايتونو کې غنم افت وهلي او د پټي د واورو او بارانونو نه ورېدو له امله زيانمن شوي دي.
د کندوز يو شمېر بزګران، که څه هم سږ کال تر ډېره له خپلو حاصلاتو خوښ نه ښکاري، خو وايي چې د حاصل ورکولو پر مهال يې محصولات په ټيټه بيه پلورل کېږي، خو د کيمياوي کوډ اوا اصلاح شوو تخمونو پر مهال د غنمو بيه لوړېږي، چې بزګران بيا په دغه برخه کې ډېر زيانمنيږي.
يوه ٦٠ کلن بزګر غلام ماما وويل: "سږکال د غنمو حاصلات ډېر کم دي او موږ ان خپل لګښتونه هم نه شو پوره کولى او په بازار کې اوس غنم ډېر ارزان دي، کله چې د کيمياوي کوډ او غنمو د کښت وخت کېږي؛ بيې لوړېږي."
هغه زياته کړه، تېر کال يې ١٠ جريبه ځمکه باندې غنم کرلي و، ٥٠٠ منه غنم حاصلات يې ترې ترلاسه کړل، خو سږ کال يې له يادې ځمکې څخه ٢٢٠ جريبه حاصلات ترلاسه کړي دي، چې له دې لارې يې خپل لګښتونه هم پوره نه شوى کړى.
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ يوه بل بزګر کريم وويل: "سږ کال حاصلات ډېر کم و، غنم هوا ووهل او لګښتونه شي پوره کولى."
نوموړي له دولت وغوښتل، چې د راتلونکي کال لپاره ورسره د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي کوډ مرسته وکړي.
login or register a new account.