Language

په زرمت کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

کندهار ښار_ګردېز (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): په کندهار ښار کې د يوې چاودنې له امله دوه پوليس ټپيان شوي او پکتيا ولايت کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د ښار د پنځمې حوزې اړوند سيمه کې د پوليسو د ګزمې پر موټر شوې ده .

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى دى.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په چاودنه کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې اته وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره د جګړې پرمهال وژل شوي دي.

تېره شپه لسګونو وسله والو د ګردېز او زرمت  ولسوالۍ تر منځ  د زاو پر پوسته بريد کړى دى.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد ايوب پژواک ته وويل چې په  دې  بريد کې شاوخوا دوه نيم سوه وسله والو طالبانو برخه  اخيستې وه.

د هغه په وينا، جګړه د شپې له  دوو بجو پيل او د سهار تر پنځو بجو يې دوام وکړ.

نوموړی وايي چې په دې  بريد کې اته  وسله وال  وژل شوي چې جسدونه يې هم د بريد په ځای کې پاتې دي او پوليسو ته کوم زيان نه دی  اوښتی.

دی وايي، وسله والو له  سپکو او درنو وسلو کار اخيسته او غوښتل يې چې  دغه پوسته سقوط کړي، خو په پايله کې خپله وسله وال له ماتې سره مخ شوي او يو شمېر کسان يې هم وژل شوي.

د يادو دواړو پېښو په اړه  وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.