تالقان (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې مخ پټي کسان يو جومات ته ننوتي، ځيني کسان يې ډبولي او يو سوداګر او د سيمې يو بل اوسېدونکی يې له ځان سره بيولي دي.
د چاه اب ولسوال جنيدالله فيض د چنګاښ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د دوران سيمې جومات ته ١٥ مخ پټي کسان ور ننوتلي دي.
هغه زياته کړه: ((نهه بجې به وې چې جومات ته ننوتي يو شمېر کسان يې ډبولي او د تخار يو سوداګر حاجي زمان او يو بل کس یې له ځان سره وړي دي.))
د فيض په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان یې چېرته بیولي خو په دې اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.
دغه راز هغه وويل چې په همدې ډلو پورې تړلو کسانو د نجارها په کلي کې پر يو جومات ډزې کړې او يو بل کس يې ټپي کړى دى.
د چاه اب ولسوالۍ قومي مشر سعدالله هم ياده پېښه تاييد کړه.
هغه وويل: ((دغو مخ پټو کسانو اول څلور کسه له ځان سره بيولي وو خو د لارې په اوږدو کې دوه تنه بېرته خوشي کړي دي.))
سعدالله زياته کړه چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې ده بايد امنيتي چارواکي د دې ولسوالۍ لپاره ځانګړې تدابير ونيسي.
په تخار کې امنيتي چارواکو د يادو مخ پټو کسانو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.