Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جګړې قرباني: پرته له رشوته نه شم کولای د ځمکې نومره مې ترلاسه کړم

مهترلام (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): په لغمان ولايت د جګړې د قرباني يوې کورنۍ غړى وايي چې دولت ورسره د ځمکې د نومرې ژمنه کړې وه، خو چې اړوندې ادارې ته یې رشوت نه دی ورکړی، نو نومره یې هم تر اوسه نه ده ترلاسه کړې.

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالله احمدي وايي چې د ١٣٨٧ لمريز کال د زمري د مياشتې په ٣٠مه نېټه د ګړوچ په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې يې د کورنۍ لس غړي ووژل شول.

هغه زياتوي چې په دغه بريد کې د يوې بلې کورنۍ درې تنه هم وژل شوي وو.

احمدي پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د دوى په کورنۍ کې د واده مراسم روان و چې ناڅاپه بهرنيو ځواکونو پرې هوايي بريد وکړ.

د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې يې مېرمن، خواښې، تره، درې د تره زامن او څلور وړې نجونې وژل شوي وو او د کورنۍ د غړو په ګډون يې ١٨ تنه نور ټپيان شوي وو.

عبدالله احمدي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په دغه هوايي بريد کې د کلي د ښوونځي يو ملازم له خپلو دوو زامنو سره هم وژل شوى و او اوس يې کورنۍ په ډېر بد حالت کې دي.

هغه وويل چې تر پېښې وروسته د ولايتي ادارې له خوا ورسره د هر وژل شوي تن پر سر سل زره افغانۍ او ټپي سره د پنځوس زره افغانيو مرسته وشوه.

د احمدي په وينا، دغه راز د يو شمېر موسسو له خوا هم ورسره د خوراکي توکو او وسايلو مرستې شوې وې.

هغه وايي چې پېښې څو کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې، يادې مرستې د دوى غم نه شي هېرولى.

احمدي دغه راز زياتوي چې هغه مهال ورسره دولت ژمنه کړې وه چې هرې کورنۍ سره به د يوې نومرې ځمکې مرسته هم کوي.

خو هغه وايي: ((د ځمکې د نومرې لپاره ډېر سرګردانه شوم، هره ورځ ښاروالۍ ته مې منډې وهلې، خو اړوندې ادارې له ما څخه رشوت وغوښت، خو له بده مرغه چې د شل زره افغانيو رشوت د نه ورکړې له امله تر اوسه چا نومره رانه کړه.))

احمدي نيوکه کوي چې په يو شمېر دولتي ادارو کې فساد دومره زيات شوى چې اړمن سړي ته هم نه ګوري، فساد يې سترګې ړندې کړې وي.

هغه له لوړو پوړو دولتي چارواکو غوښتنه کوي چې د فساد د مخنيوي تر څنګ دې د جګړې د قربانيانو له کورنيو سره لازمې مرستې وکړي او هغه دولتي کارکوونکي محکمو ته راکش کړي چې رشوت اخلي.

نوموړي دا هم وويل چې د يادې پېښې په ١٨ ټپيانو کې يې د کورنۍ يوه مېرمنه او د هغې د زوى يوه يوه پښه پرې شوې ده او د ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دي.

د هغه په وينا، دوى څو څو ځلې د کار او ټولنيزو چارو رياست ته مراجعه کړې ده، څو ورته د معلوليت کتابچې جوړې کړي، خو له تېرو پنځو کلونو راهيسې دغه کتابچه ورته نه ده جوړه شوې او سرګردانه ګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.