محمودراقي (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): د کاپيسا ولايت پوليس وايي چې د مارشال په نوم يې د وسله والو غلو يو مشر نيولى دى.
د کاپيسا امنيه قوماندان احمد فهيم قايم د چنګاښ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غلو دغه نيول شوى کس مارشال نومېږي او له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې د ولايت په مرکز او شمالي برخو کې يې ګڼ کسان وژلي دي.
هغه زياته کړه چې نوموړي له ډېرو کورونو او دفترونو غلاوې کړي، د سيمې له اوسېدونکو او پوليسو سره وسله والې نښتې يې هم کړې دي.
هغه وايي چې تېره اونۍ يو شمېر پوليس د دغه وسله وال غله له خوا وژل شوي وو.
د قايم په وينا، د مارشال په نوم یاد غل پرون د پوليسو له خوا د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ونيول شو او اوس تر پلټنو لاندې دى.
امنيه قوماندان وايي چې د نوموړي په نيول کېدو سره به د کاپيسا په مرکزي او شمالي برخو امنيت ښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کاپيسا خلک له ډېرې مودې راهيسې د وسله والو غلو او غير مسوولو وسله والو له شتون څخه شکايت کاوه.
د ولايت د مرکز يوه اوسېدونکي محمد کريم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې وې.
هغه زياته کړه چې نيول شوى د غلو مشر د پوليسو تر څنګ د ډېرو ملکي وګړو په وژلو کې هم لاس درلود.
د يو بل خبر له مخې، په تګاب ولسوالۍ کې دوو وسله والو طالبانو خپل دوه ملګري وژلي او بيا له پوليسو سره يو ځاى شوي دي.
امنيه قوماندان وايي چې ياد طالبان له تېرو څو کلونو راهيسې په تګاب کې وسله وال فعاليت کاوو.
login or register a new account.