Language

تخار کې یوه ښځه او سړى د جنسی تېري په تور نیول شوي

تالقان (پژواک ٣ چنګاښ ٩٥): د تخار چارواکي وايي، په دې ولايت کې يوه ښځه او سړى د جنسي تېرې په تور نيول شوي، خو ياد دواړه کسان وايي چې يو له بل سره يې نکاح کړې ده.

څو ورځې وړاندې ځينو رسنيو راپورنه خپاره کړل، چې په تخار کې د رحيم الله په نامه يو تن پر سهيلا نومې نجلۍ جنسي تېرى کړى دى.

د تخار د ښځو چارو رييسې رزم ارا حواش پژواک خبري اژانس ته وويل، سهیلا مخکې تر دې چې نکاح وکړي، د رحیم الله له لوري ورباندې جنسي تېری شوی دى.

هغې زياته کړه، وروسته له دې چې رحیم الله په سهیلا باندې جنسي تېری کړی، د دواړو کورنیو تصمیم نیولی، چې په محکمه یې کې یې نکاح وتړي.

خو د تخار يوه امنيتي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په صورت کې، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ښځه او مېړه په ناقانونه توګه د پولیسو له لوري درې ورځې وړاندې نیول شوي دي.

دى زياتوي: "پټ لاسونه د دغې قضیې د رسمي کولو په برخه کې کار کوي او دوی هم تر فشار لاندې دي."

د تخار نورو چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.

د تخار د ینګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکې ۱۷ کلنه سهیلا هم پژواک اژانس ته وويل، له خپل خاوند رحیم الله سره یې د ولسوالۍ په محکمه کې نکاح کړې او ورباندې تېری نه دی شوی.

د دې په وينا، کله چې په دې باندې د تېري خبر د رسنیو له لارې خپور شو او دې دغه خبر واورېد، له خپل خاوند سره یو ځای تالقانو ته راغله چې د دغه خبر سپیناوی وکړي؛ خو د جينايي پولیسو له لوري له خاوند سره یو ځای ونیول شول.

هغه وايي: ((زما رحیم الله خوښېده او د رحیم الله زه خوښېدمه، له نکاح مخکې مو د ټېلفوني اړیکو پرته نور کوم بل کار نه دی کړی، موږ په خپل او د کورنۍ په خوښه د ینګي کلا محکمې ته لاړو او نکاح مو وکړه، خو رسنیو داسې خبر خپور کړی چې په ما باندې تېری شوی، زه نه پوهېږم چې دا څنګه خبر دی؟ او موږ ولې نیول شوي یو؟))

د نوموړې په خبره، حکومت یې په کور کلي کې رنګه بده کړې او د دوی له عزت سره یې لوبې کړې دي.

په همدې مهال بیا د ینګي کلا ولسوالۍ لومړنۍ محکمه هم سهیلا او رحیم الله سره ښځه او مېړه بولي او د دوی نیول کېدل ناقانونه کړنه بولي.

login or register a new account.

Related Topics