ګردېز (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې اووه وسله وال وژل شوي او يو ماشوم يې د تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادر ګل ځډران د چنګاښ په ٣مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې پوليسو د حسام په نوم يو ماشوم له تښتوونکو ژغورلى دى.
ده وويل، تښتوونکو غوښتل دغه ماشوم خوست ولايت ته بوځي خو د غلګۍ په سيمه کې پوليسو ترې دغه ماشوم ترلاسه کړی او تښتوونکی په تېښته بريالي شول.
د ماشوم پلار سيداکبر پژواک ته وويل: ((زه د ښرنې په بازار کې دوکان لرم او له هېچا سره هم دښمني نه لرم خو نه پوهېږم چې زما زوى يې ولې تښتاوه.))
ده له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې زوى يې ورته د تښتونکو له منګلو څخه پر وخت وژغوره.
دغه راز د پکتيا امنيه قوماندان وويل چې په زرمت او څمکنيو ولسواليو له افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې اووه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
هغه وويل چې په وژل شوو کې پنځه بهرني وسله وال دي او د جګړې پر مهال يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه ويلي.
login or register a new account.