Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښځينه بنديانو ته اړينې استانتياوې برابرېږي

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ښځينه بنديانو ته به اړينې استانتياوې برابرې او د بند په موده کې به يې د نارينه وو په پرتله دوه برابره تخفيف په پام کې ونيول شي.

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې تېر مازديګر د ولسمشر په مشرۍ د ښځینه بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه په ارګ کې ناسته وشوه.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د ښځينه بندیانو د قضایاوو د ارزونې ځانګړي کمېسیون چې د ولسمشر د حکم پر اساس د ښځینه بندیانو د وضعیت په ځانګړي ډول د کابل د بادام باغ ښځينه زندان د ارزونې په موخه تشکیل شوی، د ستونزو، وړاندیزونو او حل لارو مفصل راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.

په خبرپاڼه کې د ښځينه بنديانو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.

د کمېسیون غړو ويلي چې د ارزونو پر بنسټ ځينې ښځينه بنديانې له بند څخه د ازادېدو او تخفیف مستحقې دي.

دغه راز هغوى د اوسېدو مناسب ځای، روغتيايي کلینيک، د حرفوي زده کړو اسانتياوې، وړکتون او ښوونيز مرکز نشتوالى د ښځينه بنديانو ستونزې بللې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر د یاد کمېسیون د راپور له اورېدلو وروسته وویل، برابر شوی راپور به په دقیقه توګه و ارزوي او د هغه پر اساس به ښځينه بندیانو ته د اوسېدو د مناسب ځای، صحي کلینيک او د روزنیزو کورسونو د ایجاد او لازمو اسانتیاو د برابرولو په برخه کې اقدامات وشي.

غني ويلي چې ښځینه بندیانو ته د مناسبو امکاناتو د برابرولو په موخه بودجه ځانګړې شي.

دغه راز هغه څرګنده کړې چې د ښځینه بندیانو لپاره د نارینه و په پرتله دوه برابره تخفیف په پام کې نیول شوی دی او د ټولو ښځینه بندیانو دوسیو ته به په جدي توګه رسیدنه وشي.

د هغه په وينا، له عدلي او قضایي ارګانونو سره په همغږي به هغه ښځينه بندیانې چې واړه جرمونه ولري او یا امیندوارې وي د عفوې له فرمان څخه مستفیدې شي.

ولسمشر غني ويلي چې د ښځينه بندیانو ټولې دوسیې باید د ډیتابیس په توګه تنظیم شي تر څو روڼتيا او د ښځينه بندیانو دوسیو ته رسیدنه اسانه شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.