کابل(پژواک،٤چنګاښ٩٥): د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په ١٢ ولايتونو کې د افغان دولت ٤٦ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د چنګاښ٤مه د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي دي چې په ننگرهار، کندهار، ارزگان، زابل، بدخشان، غور ، خوست، بغلان، جوزجان، فاریاب، کندز او هلمند ولايتونو کې امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات کړي دي.
اعلاميه زياتوي: (( دغه عمليات په تيرو ٢٤ساعتونو کې د هيواد په بيلابيلو ولسواليو کې ترسره شوي دي.))
د سرچينې په حواله په دې عملياتو کې د افغان دولت ٤٦ وسله وال مخالفين وژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان دي.
اعلاميه کې راغلي چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو مخالفينو قوماندانان هم شامل دي.
سرچينه ليکي چې افغان امنيتي ځواکونو د شپه او ورځ هڅې ترڅو په هيواد کې امنيت تامين کړي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو ديادو عملياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP