Language

په کونړ کې د طالبانو د امارت ډلې او تحریک طالبان پاکستان دوسله والو ترمنځ نښته شوې

اسعد اباد(پژواک،٤چنګاښ٩٥): په کونړ ولايت کې د طالبانو د امارات ډلې او د تحريک طالبان پاکستان د غړو ترمنځ جګړه شوې چې له امله يې د امارت ډلې  شپږ غړي وژل شوي دي.

دغه څرګندونې د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيلي د چنګاښ٤مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

سيدخيلي وايي چې پرون مازيګر د سرکاڼو ولسوالۍ په ګلاب پړي سيمه د طالبانو او د تحريک طالبان پاکستان د غړو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې د امارات ډل شپږ غړي وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان دي.

د هغه په وينا په دې نښته کې د تحریک طالبان پاکستان  يو غړى وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي.

سيدخيلي زياتوي: (( اوس مهال جګړه نشته او سيمه ارامه ده.))

د هغه د معلوماتو له مخې د وژل شويو طالبانو جسدونه د سيمې خلکو نن له غرمې وروسته خاورو ته سپارلي دي.

د طالبانو يادو دواړو ډلو تر اوسه د دې جګړې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.