لښکرګاه (پژواک،۵ چنګاښ۹۵): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د دې ولايت په مربوطاتوکې د کندهار- هرات دلويې لارې د امنيت د لا ټينګښت لپاره يې ځانګړي پلانونه ترتيب کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د يادې لويې لارې په اوږدو کې د ګرشک ولسوالۍ له مربوطاتو څخه وسله والو طالبانو لسګونه مسافر تښتولي وو، چې وروسته يې خوشې کړل.
د يادې لارې دامنيت لپاره د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز ګرشک ولسوالۍ ته سفر وکړ او له نورو امنيتي ارګانونو سره يې د يادې لارې د امنيت په اړه غونډه وکړي.
هغه زياته کړه چې له دې لارې څخه د مسافرو بيول د امنيتي ځواکونو غلفت او تېروتنه وه، خو تر دې وروسته به ټول مسوولين چې د لارې د ساتلو لپاره ګومارل شوي په سمه توګه دنده ترسره کوي.
د نوموړي په وينا، د ګرشک له سفر او امنيتي ځواکونو سره يې له ليدواو کتلو موخه همدا د لارې د امنيت د ټينګښت او خلکو د ډاډ ورکول دي، څو مسافر په ډاډه زړه په دې لارې سفر وکړي.
کينتوز وايي، تېر ځل د ملي اردو د مسووليت په ساحه کې وسله وال طالبان توانېدلي وو چې لاره ونيسي، خو د هغوی له مسوولينوسره هم خبرې وشوې او په ټوله کې يوه همغږي جوړه شوې ،چې دوامداره ګزمې به کېږي.
امنيه قوماندان وويل چې د ګرشک د نورو نا امنه سيمو امنيت سمولو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې چې تر روژې وروسته به عملي بڼه ولري.
دده په وينا، دغه راز يې په دوامداره توګه د ولايت په کچه دوسله والو په پټنځايونو هوايي بمبارۍ او چاپي پيل شوې دي چې تردې مهاله ډيره مرګ ژوبله مخالفينو ته اوښتې ده.
د ګرشک ولسوال هم له مسوولينو غوښتنه وکړ چې د نوزاد او موسی کلا د پوليسو او نورو ارګانونو پرسونل دې ګرشک ته ورکړل شي، ځکه له يوې خوا دکابل او هرات لويه لاره پرې تېره شوې له بلې خوا د طالبانو ترواک لاندې ولسواليو سره پولې لري او په پرله پسې ډول جنګونه وي..
login or register a new account.