Language

د مچلغو د برېښنا بند د امنیتي پوستې څلور پولیس وژل شوي

ګردېز (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ وسله والو طالبانو د مچلغو برېښنا بند د ساتونکو پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې یې څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د مچلغو د برېښنا بند د ساتونکو پر پوستې بريد وکړ.

د هغه په وينا، نښتې دوه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې یې څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ده وويل چې په دغه بريد کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

ځډراڼ وايي: ((په سيمه کې د سرې مياشتې امبولانسونه موجود دي او د دواړو لورو مړي او زخميان انتقالوي.))

د هغه په وينا، سيمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او ياده پوسته يې بېرته له طالبانو نيولې ده.

په ياده سيمه کې د سرې مياشتې يوه کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل: ((موږ تر اوسه د طالبانو شپږ مړي انتقال کړي دي.))

ده وويل چې په دې جکړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي خو دې ډلې په خپله انټرنېټ پاڼه کې ليکلي چې د پکتيا په احمد اباد ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ماين په چاودنه کې سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې کاله وړاندې هم وسله والو طالبانو د ياد بند د ساتونکو پر پوستې بريدونه کړي وو.

د مچلغو د برېښنا بند د پکتيا په احمد اباد ولسوالۍ کې موقعيت لري چې د جوړونې چارې يې پنځه کاله وړاندې پيل شوې دي خو د امنيتي او ځينو نورو ستونزو له امله يې چارې يې په وقفه يې ډول مخې ته ځي.

login or register a new account.