Language

کندوز کې یو طالب ډلمشر له خپلو ١٥ کسانو سره وژل شوی

کندوزښار (پژواک،٦ چنګاښ ٩٥): کندوز ولايت کې د طالبانو مهم کس او د محابسو مسوول جنت ګل مشهور پر خروټي له خپلو ١٥ ملګرو سره د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

د کورنيوچارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې قوماندان جنت ګل مشهور پر خروټي د طالبانو له مهمو کسانو و چې تېره شپه له خپلو شپږو کسانو سره د هوايي عملياتو په ترڅ کې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په سړک پايين کلي کې ووژل شو.

سرچينې زياته کړه چې د قوماندان جنت په مشرۍ يادې ډلې، د تروريستي بريدونو په طرح کولو او عملي کولو کې د چهاردرې ولسوالۍ اړوند او د کندوز په نورو سيمو کې برخه  درلوده.

د کندوز والي وياند سيد محمود دانش پژواک خبري اژانس ته وويل چې جنت ګل په کندوز کې د طالبانو له لوري د محابسو مسوول په توګه نومول شوى و، تېر ماښام شاوخوا ٦ بجې پر چهاردرې ولسوالۍ د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو هوايي بريدونو کې له خپلو ١٥ ملګرو سره ووژل شو.

نوموړي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د يادې ډلې دوه رينجر موټر، وسلې او مهمات هم له منځه تللي او د جنت ګل وژل کېدل د طالبانو لپاره غټ ګوزار بلل کېږي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.