Language

لوګر کې د اوبو په سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي

پل علم (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٥): د لوګر په مرکز کې د دوو قومونو تر منځ د شخړې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د چنګاښ په ٧مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د مرکز اړوند د التمور په سيمه کې د څاروان خېلو او نور خېلو قبیلو تر منځ فزيکي شخړه شوې ده.

د صالح په وينا، دغه شخړه د ځمکې د اوبو پر سر رامنځته شوې ده چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه: ((اول د دواړو قومونو تر منځ لفظي شخړه شوې ده، وروسته يې بيا ډزې هم کړې دي چې يو کس د يو لوري نه او بل کس د بل لوري نه وژل شوي او يو کس د يو لوري نه او بل کس د بل لوري نه ټپيان شوي دي.))

صالح وايي چې ټپيان په کابل کې ايمرجنسي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

صالح وويل چې د يادې موضوع د رامنځته کېدو له امله امنيتي ارګانونو تر اوسه څوک نه دي نيولي.

خو د هغه په وينا، د پېښې د څېړلو په موخه يو کمېسيون ګومارل شوى چې تر وروسته به یې بيا په اړه پرېکړه وشي.

د سيمې یوه اوسېدونکي اغاجان پژواک ته وويل: ((مشکل د کارېز د اوبو په سر پيدا شوی، اول هلکانو لفظي جنجال کړى و، بيا يې وروسته ټوپک راوړل او ډزې يې هم وکړې.))

اغا جان هم وويل چې په دې نښته کې دوه کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

ده وويل چې په سيمه کې ځمکې ډېرې دي او اوبه کمې دي، نو ځکه کله نا کله دغه ستونزې رامځته کېږي.

بايد وويل شي چې لوګر د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې دغه ډول ستونزې په کې کمې ليدل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.