ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

خوست ښار کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
28 Jun 2016 - 14:29
خوست ښار کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
28 Jun 2016 - 14:29

خوست ښار (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٥): په خوست ښار کې د ۲۸ ميليون افغانيو په لګښت د يو دوه طرفه سړک جوړولو چارې پيل شوې.

ياد دوه طرفه سړک چې نږدې يو کيلومتره اوږدوالی او اتلس متره پلنوالی لري، له مجاهد څلورلارې څخه نيولې بيا تر پروژې پله پورې د خوست ګردېز پر لويه لار جوړيږي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د چنګاښ په ٨ مه د ياد سړک د کار د پيل پر مهال وويل چې پر دغه سړک ۲۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له بوديجې ورکول کېږي او چارې به يې په راتلونکو نهو مياشتو کې بشپړې شي.

هغه زياته کړه چې دغه سړک به د دواړو غاړو لښتيو تر څنګ ګلدان او د شپې د رڼا لپاره څراغونه ولري.

حبيبي وايي: ((دا لومړنی او وروستی پروژه نه ده، له دې وړاندې هم د ۱۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت باندې د خوست په ښار کې بېلابېلې انکشافي پروژې تر کار لاندې دي چې په نږدې راتلونکې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي)).

بل پلو د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير وويل، چې نه يواځې د دې پروژې، بلکې د ټولو هغو پروژو چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې دا مهال تر کار لاندې دي، د هغوی کيفيت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د ښاروالۍ اداره ژمنه ده چې په ټولو معيارونو برابر به دغه مهم سړک جوړيږي او کيفيت ته به يې ځانګړې پاملرنه کيږي او زموږ تخنيکي ټيم به په مسلسل ډول له دې سړک څخه څارنه کوي.))

د ځينو سرچینو له قوله کله چې يوه پروژه په دويم او درېيم لاس باندې خرڅه شي، نو بيا څومره چې لازمه ده، کيفيت ته يې پاملرنه نه کېږي، خو د خوست په دې برخه کې ډاډ ورکوي چې د پروژو کيفيت ته به ځانګړي پاملرنه کېږي.

د خوست يو اوسېدونکي عبدالبصير بينا له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ښار د سړکونو پر ترميم او له سره جوړېدو خوښي وښوده او دا يې د ښار د پراختيا لپاره مهم ګام وباله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.