ايبک (پژواک،٨ چنګاښ ٩٥): د پستې شول د وسلوالومخالفينو تر ولکې لاندې سيمو سمنګان کې درې ورځې وړاندې پيل شوى او ټاکل شوې چې د دولت تر کنټرول لاندې سيمو کې د چنګاښ په لسمه پيل شي.
په ځنګلونو کې تر ټاکلې نېټې پورې د پستې حاصلاتو ساتلو ته شول وايي.
د سمنګان د کرنې او مالدارۍ سرپرست رييس او د ځنګلونو مدير سيد رفيع الله روشن زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسلوالو مخالفينو دوه ورځې وړاندې خپل دوه استازې ددې ولايت کرنې رياست ته ورلېږلي وو او ويل يې چې هغوى درې ورځې وړاندې د دوى تر کنټرول لاندې ځنګلونو کې د پستې شول پيل کړى دى او خلکو ته يې ګواښ کړى څو د پستې تر پخيدو پورې ددې ميوې ځنګلونو ته ور دننه نه شي.
د هغه په وينا، وسلوالو مخالفينو ويلي دي چې د دوى تر ولکې لاندې سيمو کې يې د پستې حاصلاتو ساتلو لپاره اړين ګامونه اخيستي دي او بايد د کرنې رياست په دې برخه کې اقدام و نه کړي.
اوسمهال، ددې ولايت مرکز خواجه مومن دښتې او د حضرت سلطان ولسوالۍ کوه کب، منقوتن او اوملي سيمو پستې ځنګلونه د وسلوالو مخالفينو په لاس کې دي.
خو د مرکز ځينې سيمې او د درۀ صوف بالا، فيروزنخچير او خرم سارباغ ولسواليو ټول ځنګلونه د دولت په ولکه کې دي.
د روشن زاده په وينا، د کرنې رياست هغوو ولسي شوراګانو ته چې د ځنګلونو شاوخوا سيمو کې ژوند کوي دنده سپارلې څو د چنګاښ له لسمې د زمري تر لسمې د پستې له حاصلاتو څخه ساتنه وکړي.
د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، دې ولايت کې څه باندې ٤٢ زره جريبه د پستې ځنګلونه شتون لري، سمنګان وروسته له بادغيس څخه دويم ولايت دى چې د پستې پراخ ځنګلونه لري.
سرچينه زياتوي، چې تېرکال د سمنګانو پستې حاصلات ٣٠٠ متريکه ټنه شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP