ګردېز (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): په پکتيا ولايت کې له لسګونو بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته د پکتيا د ولايت مقام له خوا وشوه چې بېلابېل خوراکي توکي په کې شامل دي.
د يادو مرستو د وېشلو پر مهال د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل چې دغه مرستې له هغو ۲۵۰ بېوزلو کورنيو سره کېږي چې په دې برخه کې د ټاکل شوي کمېسيون له خوا لېست شوې دي
نوموړی وايي، په دې مرستو کې اوړه، غوړي، لوبيا، وريجې، دال او يو شمېر نور خوراکي توکي شامل دي.
دی وايي هڅه کوي چې په راتلونکي نور هم له دا ډول بې وزلو کورنيو سره مرسته وکړي.
يوه مرسته اخيستونکي جمعه ګل پژواک ته وويل: ((له ولايتي ادارې مننه کوو چې له موږ سره يې د دې ډول خوراکي تو کو مرسته وکړه.))
نوموړی وايي. دوی له زرمت ولسوالۍ د جګړو له لاسه ګردېز ته راغلي دي او دلته په ډېر بد حالت کې شپې ورځې تېروي.
جمعه ګل له نور ادارو او سوداګرو غواړي چې ورته مرستې ورسره وکړي.
د يادولو ده، د روژې په مياشت کې په پکتيا کې د سوداګرو له خوا له بې وزله خلکو سره په وار وار مرستې شوې دي.
login or register a new account.