Language

جنرال  حميد:  شمال کې د وسله والو مخالفينو جنګي ماشين له منځه تللی

مزارشريف (پژواک ۲۰ چنګاښ ۹۵): د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو نوی قوماندان وايي چې په دغه سيمه کې به د وسله والو مخالفينو پر وړاندې روانه مبارزه لا غښتلې کړي.

د چنګاښ په ۲۰مه، په شاهين قول اردو کې د دفاع وزارت د لوی درستيز په مشرۍ له کابل څخه د راغلي پلاوي لخوا د شاهين قول اردو پخواني قوماندان ډګر جنرال عبدالحميد حميد پر ځای بريد جنرال مومند کټوازی معرفي کړای شو.

د يادې معرفۍ په تړاو په جوړو شويو مراسمو کې د شاهين قول اردو پخواني قوماندان ډګر جنرال عبدالحميد حميد وويل چې د خپلې دندې په تېرو څوارلس مياشتو کې يې د شمال زون په نهو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې وسله واله مبارزه کړې ده.

نوموړي زياته کړه: ((په شمال کې د وسله والو مخالفينو جنګي ماشين له منځه تللی، دوی يواځې په تبليغاتي اړخ کې د افغان حکومت پر وړاندې د جګړې سنګر ساتلی دی او بس.))

د هغه په وينا، په شمال کې وسله وال مخالفين د غلو په څېر د سړک غاړو ته د عامو خلکو د مخې نيولو لپاره راتلی شي، د افغان ځواکونو پر وړاندې د هېڅ ډول جګړې وس نه لري.

د دفاع وزارت لوی درستيز قدم شاه شهيم يادې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې د شاهين قول اردو د پخواني قوماندان هڅې وستايلې.

نوموړي زياته کړه، چې په شمال کې د تېرو څوارلس مياشتو  په اوږدو کې د وسله والو مخالفينو لخوا ځای ځای مزاحمتونه جوړ شول، خو شاهين قول اردو له منځه يوړل.

د هغه په وينا، دوی هيله لري چې د شاهين قول اردو نوی قوماندان بريد جنرال مومند کټوازی به هم د شمال زون د امنيت او ثبات ساتنې  تر څنګ د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د کلکې مبارزې سنګر تود ساتي.

د شاهين قول اردو نوي قوماندان بريد جنرال مومند کټوازي يادې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې وويل  چې دی به د پخواني قوماندان پر لاره قدم کيږدي.

نوموړي زياته کړه چې د شمال زون هراړخيزو حالاتو په نظر کې نيولو سره به هڅه وکړي چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې روانه مبارزه سړه نه کړي.

هغه د شاهين قول اردو له سرتېرو هيله وکړه چې د تېر په څېر د وطن ساتنې په برخه کې د ده ملګرتيا وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.