Language

خوشامند کې طالبانو د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو جوړولو ته اجازه ورکړې

ښرنه(پژواک،٢٠چنګاښ٩٥):د پکتيکا د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو له ١٤کلونو وروسته په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو جوړولو ته اجازه ورکړې ده.

خوشامند د پکتيکا هغه ولسوالۍ ده چې په تېرو ١٤کلونو کې ددې ولسوالۍ اوسېدونکي له زده کړو او روغتيايي خدمتونو څخه محرومه و.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي سيدنور عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډيره برخه له وسله والو طالبانو سره او لږه برخه يې له حکومت سره ده.

هغه زياته کړه: (( د دې ولسوالۍ يواځې خوشامند سيمه له حکومت سره ده، پاتې نور ټوله له طالبانو سره ده، طالبانو د ډيلې په نوم سيمه کې ځان ته ولسوالۍ ، ښاروالي او نورې ادارې هم جوړې کړې دي.))

ده وويل چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي را ټول کړل او اعلان يې ورته وکړ چې تر دې وروسته د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو له جوړولو سره کار نه لري.

هغه وايي: (( ډير وخت زموږ ماشومان له درس څخه پاتې وو اوس هم ښه کار وشو، خو له حکومت څخه غواړو چې ډير ژر په دې ولسوالۍ کې مکتب او کلينيک راته جوړ کړي.))

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي منيراحمد هم پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړې ده.

ده وويل: (( د طالبانو دريځ اوس نرم شوى ان خلکو ته يې ويل چې له امنيتي ځواکونو سره يوځاى د پاکستان پر وړاندې جګړه کې برخه واخلي، نو حکومت ته اوس په کار ده چې له دې فرصت  څخه پوره ګټه پورته کړي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ ډيرى اوسېدونکي نالوستي دي او د ناروغى د پيدا کېدو په صورت کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي اړ دي چې خپل ناروغان ښرنې، کابل او يا هم پاکستان ته بوځي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي عزت الله هم پژواک ته وويل: (( طالبانو اوس خلکو ته ښه فرصت برابر کړى له دې بايد حکومت ګټه پورته کړي او دلته موږ ته مکتب او کلينيک جوړ کړي.))

د هغه په وينا، که چېرې حکومت دغه کار ونه کړي، نو دا به يې د خوشامند ولسوالۍ له اوسېدونکو سره لويه جفا کړې وي.

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

login or register a new account.