Language

دکندوز ښار اوسېدونکي: اختر مو په وېره او اندېښنې تېر کړ

کندوز ښار(پژواک،٢٠ چنګاښ ٩٥): د کندوز يو شمېر اوسېدونکي وايي ، هغه ګونګوسې چې ګواکې وسله وال طالبان به پر کندوز ښار  بريد وکړي او دا ښار به بيا د هغوى لاس ته ورشی، ددې لامل شوې چې خلک د اختر ورځې په وېره او اندېښنې سره ولمانځي.

دا اوسېدونکي وايي چې دمګړۍ د دولت وسله وال مخالفين ښار ته څېرمه شتون لري او دا موضوع د  خلکو د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.

د کندوز ښار اوسېدونکي شیر محمد پژواک خبري اژانس ته وويل :" اختر مو  په  يوه نړۍ اندېښنه او وېره تېر کړ."

د نوموړي په وينا، ددې ولايت امنيتي وضعيت زيات د اندېښنې وړ دى او که کله پاملرنه و نه شي، خلک به له جدي ستونزو سره مخ شي.

د کندوز ښار دې اوسېدونکي وويل :" اوازه ده چې وسله وال مخالفين بيا پر کندوز بريد کوي، له دولت څخه غواړو چې عمليات وکړي  او که پاملرنه و نه شي، وضعيت به لا پسې خراب شي."

د کندوز ښار بل اوسېدونکي منصور پژواک ته وويل چې اوسمهال خلک له امنيتي وضعيت څخه سرټکوي او ډار لري چې کندوز بيا سقوط و نه کړي.

نوموړي زياته کړه :" موږ هيڅ د اختر په ورځو پوه نه شوو، چې څه ډول تېرې شوې او اوس هم طالبان تبليغ کوي چې بيا پر ښار بريد کوي او خلک سخت اندېښمن دي."

د کندوز  ياد اوسېدونکي ، حکومت په دې ولايت کې د امنيت په ټينګښت کې ناکام وباله او ګواښ يې وکړ چې د اوسني وضعيت دوام به خلک د بل ځل لپاره نورو ولايتونو ته کډه کړي.

خو د کندوز والي اسدالله عمرخېل چې تېره شپه يې ددې ولايت له امنيه قوماندان سره له امنيتي پوستو څخه ليدنه کړې، وويل چې د دولت وسله وال مخالفين ددې وړتيا نه لري چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې ودرېږي او خلک دې ډاډه وي چې وضعيت په بشپړ ډول د امنيتي ځواکونو په واک کې دى.

عمرخېل کندوز خلکو ته په خطاب کې وويل :" ډاډ ورکوو چې طالبان نور نه شي کولى له امنيتي ځواکونو سره مقابله وکړي."

د طالبانو له لوري پر کندوز ښار بريد او د هغوى لاس ته ددې ښار پرېوتل په داسې وخت کې څرګندېږي چې تېرکال د لوى اختر له پاى ته رسېدو څخه وروسته طالبانو د شپې له خوا پر کندوز بريد وکړ او دا ښار يې د څو ورځو لپاره په بشپړ ډول په واک کې درلود، چې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتو له امله، د کندوز ښار څه باندې ٣٠٠ ملکي اوسېدونکي ووژل شول او يو شمېر يې ټپيان هم  شول.

login or register a new account.