ګردېز (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٥): د پکتياولايت چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله دګمرګ او مستوفيت عوايد يو نيم ميليارد افغانۍ زيات شوي دي .
د پکتيا د ولايتې ادارې، مستوفيت او ګمرک چارواکو د چنګاښ په ٢٠مه، په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل چې د تېرو کلونو په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې د پکتيا عمومي عوايد يو ميليارد، پنځه سوه او دوه پنځوس ميليونه افغانۍ شوي دي چې دا د تېرو کلونو په نسبت ٪۳۶ سلنه زياتوالی ښيي.
د پکتيا مستوفيت د عوايدو امر شمس الرحمان عارف وويل چې په عوايدو کې پر ګمرک سربېره د نورو عايداتي رياستونو عوايد هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، د روان مالي کال په دويمه ربعه کې يې عوايد ۱۷٪ سلنه زيات شوي او دوی هڅه کوي چې د وزارت له خوا ورکړل شوی هدف تر لاسه کړي.
د پکتيا ګمرک سرپرست مدير عبدالقهار وويل د ګمرک عوايد په تېرې غبرګولي مياشت کې څلور اتيا ميليونه، شپږ سوه او شپېته زره افغانۍ لوړ شوي، چې ۵۴٪ سلنه زياتوالی ښيي.
نوموړي زياته کړه چې له عوايدو د تېښتې په مخنيوي کې ورسره سيمه ييزې ادارې پوره مرسته کړې او د مالونو د لېږد رالېږد په مواصلاتي لارو کې امنيتي پوستې جوړې شوي چې له امله يې په عوايدو کې زياتوالى راغلی دی.
د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل يادې خبري غونډې ته وويل چې ولايتي اداره شفافيت او فساد سره جدي مبارزې ته پوره ژمنتيا لري، تر ډېره يې په ګمرک کې د عوايدو د فرار مخه نيولې او په فساد کې د ښکېلو اشخاصو لاسونه يې لنډ کړي دي.
نوموړي له ماليې وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د ګردېز ـ پټان د لارې ترانزيټ کولو ته پاملرنه وکړي چې ورسره به د پکتيا په عوايدو کې لار نور ډېرښت رامنځته شي.
login or register a new account.