Language

هلمند کې د پولیسو ځینو قوماندانانو د طالبانو څارلو ته په شخصي پیسو دوربینونه پېرلي

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۵): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د ولسواليو قوماندانانو پر خپلو شخصي پيسو شپني دوربينونه او لايزرونه پېرلي چې له مخې يې طالبان نه شي کولاى د پخوا په څېر بريدونه وکړي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو بريدونه کم شوي دي.

هغه وويل: ((د دې بريدونو کمېدو عمده علت دا دى چې د يو شمېر ولسواليو امنيه قوماندانانو په خپلو شخصي پيسو شپني دوربينونه او لايزرونه پېرلي دي چې طالبان اوس نه شي کولاى د پخوا په څېر بريدونه وکړي.))

کينتوز د دغو قوماندانانو نومونه په ډاګه نه کړل.

هغه وويل چې ټول پوځي قطعات دغه وسايل نه لري خو له طالبانو سره دغه شپني دوربينونه او لايزرونه موجود دي.

د هغه په اند، که چېرې دغه وسايل ټولو قطعاتو ته ورکړل شي نو د ډېرو بريدونو مخه به ونيول شي.

د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونیار عبدالله نورزي پژواک ته وويل چې د طالبانو د دوربينونو او نورو وسايلو پر وړاندې امنيتي ځواکونه هم په پوره ډول مجهز دي.

ده وويل چې ډېر ژر به په هغو سيمو کې پوځي عمليات پيل شي چې طالبانو خوځښتونه په کې ډېر دي.

د مارجې ولسوالۍ په زقوم څلورلارې کې  یوه ملي پولیس رفېع الله وردګ  پژواک ته وويل: ((طالبان زموږ پر وړاندې جګړه نه شي کولاى، يواځې ماينونه ځای پر ځای کوي چې هغه هم  د انجنیري ټېم له خوا خنثی کېږي.))

د يادونې ده، تېر کال وسله والو طالبانو د لسو مياشتو لپاره مارجې ولسوالۍ کلابنده کړې وه خو نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې دغه ولسوالۍ له کلابندۍ خلاصه شوه.

login or register a new account.

Related Topics