Language

د پکتیا په ځاځي اریوب کې ملکي وګړو او امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د امنيتي سرتېرو په ګډون پنځه تنه ټپيان دي.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ امنيه قوماندان مامور حسن د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

د هغه په وينا، بريد شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې ځینو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

هغه وايي: ((په دغه بريد کې د طالبانو په ډزو کې يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوي او دوه ملکي کسان او درې امنيتي سرتېري زخميان دي.))

مامور حسن وايي چې په بريد کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د سيمې يوه اوسيدونکي نور جمال هم پژواک ته وويل چې نن سهار په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

ده زياته کړه: ((سهار وختي وو چې د سپکو او درنو وسلو غږونه مو اورېدل او تر ډېره يې دوام درلود.))

هغه وايي چې په دې نښته کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځاځى اريوب د پکتياله سرحدي ولسواليو ده چې له ګاونډي هطواد پاکستان سره نښتې ده او له مرکز ګردېز څخه ٨٠ کيلومتره واټن لري.

login or register a new account.