Language

د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۵): امنيتي چارواکي وايي چې د هلمند په دوو ولسواليو کې د افغان هوايي ځواکونو د بريد په ترڅ کې ١٦ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

په دغه ولايت کې د ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې افغان هوايي ځواکونو د سنګين ولسوالۍ په زعفراني سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

ده زياته کړه چې په دې بريدونو کې لس طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ځاځي دا هم وويل چې همدغو ځواکونو نن له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس بجې په مارجې ولسوالۍ کې هم د طالبانو يو مرکز په نښه کړی او شپږ طالبان يې په کې وژلي دي.

د هغه په وينا، په دواړو پېښو کې د طالبانو وسلې او مهمات له منځه تللي او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله وال طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح  الله مجاهد وايي، طالبانو تېره ورځ په نادعلي ولسوالۍ کې د يوه بريد په ترڅ کې درې امنيتي سرتېري وژلي دي.

هلمند تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ موسى کلا، نوزاد، باغران او دېشو له وسله والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.