مزارشريف (پژواک، ٢٧ چنګاښ ۹۵): د جوزجان ولايت يو اوسېدونکى محمد جان وايي چې د امنيتي ستونزو له امله بلخ ته کډوال شوی، خو دلته يې د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړل.
محمد جان د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی؛ خو له تېرو څو کلونو د نا امنۍ له امله بلخ ولايت ته له خپلې کورنۍ سره کډه شوی دی.
هغه چې اوس په بلخ ولايت کې مېشت دى، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې د يو زوى په ګډون د کورنۍ څلور غړي د روانو جګړو قرباني شوي دي.
ده زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې يې زوى، دوه ورېرونه او يو يې خوريي دي چې له دوى څخه يې درې تنه د پوليسو په ليکو کې دندې ترسره کولې.
محمد جان چې د خپلې کورنۍ د وژل شوو کسانو کيسې يې کولې، زياته کړه چې اوس يې اقتصادي حالت د اندېښنې وړ دی.
د هغه په وينا، په تېرو پنځلس کلونو کې يې د ژوند ټوله هستي له منځه تللې ده، خو دولت يې هېڅ ډول پوښتنه نه ده کړې.
ده زياته کړه: ((په خپل پلرني کلي کې زورواکو راڅخه مې شخصي ځمکه هم غصب کړې ده او د هغوى د ظلمونو له امله بلخ ته کډوال شوم.))
کابو ۶۰ کلن محمد جان زياتوي، کله يې له جوزجان څخه د ناامنۍ له امله بلخ ته پناه راوړه؛ نو دلته يې هم ژوند په کرار پاتې نه شو.
د هغه په وينا، له جوزجان څخه د ځان او د کورنۍ د غړو د ژغورلو په موخه بلخ ته راغی؛ خو دلته يې د کورنۍ ۴ تنه غړي له لاسه ورکړل.
محمد جان وايي چې که څه هم حکومت ورسره په دې برخه کې څه ناڅه مرسته کړې؛ خو نوموړي له دولت څخه د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
هغه زياتوي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کورنۍ د وژل شوو کسانو لپاره يې د وثيقې جوړولو په هڅو کې دى، خو تر اوسه بريالى شوى نه دى.
نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې دمګړی د شهيدانو له يتيمانو سره ژوند تېروي؛ خو دولت ورسره هېڅ ډول مرسته نه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP