مزارشريف (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د دوو کورنيو تر منځ نښته کې درې کسان وژل شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د مزارشريف ښار د مارمل په کوڅه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ لومړى لفظي شخړه شوې وه او وروسته یې تر منځ ډزې شوې دي.
دى وايي چې د ډزو په پايله کې د يوې کورنۍ د يوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د قادري په وينا، د مقابل لوري يو کس د پوليسو له خوا نيول شوى او پېښه تر پلټنو لاندې ده.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وويل چې د دواړو کورنيو تر منځ شخړه وه، خو ناڅاپه ډزې وشوې او مړي وشول.
ده د شخړې د څرنګوالي په اړه معلومات نه درلودل.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار او ځينو ولسواليو کې دا ډول امنيتي پېښې زياتې شوې دي.
تېره ورځ په دهدادي ولسوالۍ کې د ميراث پر سر يوه کس خپل درې د تره زامن تنکي ماشومان وژلي وو.
دغه راز په تېره اونۍ په بلخ ولسوالۍ او دولت اباد ولسواليو کې هم امنيتي پېښې رامنځته شوې وې.
login or register a new account.