ښرنه (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د چت لوېدو په پېشه کې د يوې کورنۍ پنځه کسان مړه شوي دي.
د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي عبيدالله سرروضه وال د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په سرروضې کلي کې د نعمت الله د کور چت رت لوېدلی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د مور او پلار په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په دې پېښه کې خپله نعمت الله، مېرمنه يې، دوه لوڼي يې او يوه زوى يې وژل شوي دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د وژل شوو ماشومانو عمرونه له دوو نه تر اوو کلونو پورې وو.
د پکتيکا ولایت مطبوعاتي دفتر هم ياده پېښه تاييد کړه خو د نورو جزئياتو په اړه يې معلومات ورنه کړل.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د همدغه ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې ٧ طالبان د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د همغږۍ دفتر مشر دادالله خان پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو خيرکوټ ولسوالۍ د تورتوت په سيمه کې ماينونه جوړول چې خپل ماين پرې چاودلى او اووه تنه په کې وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په سرروضې ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې څلور تنه وژلي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP