ښرنه (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): د پکتيکا سلګونو اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د وارسا کنفرانس په لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او له حکومته يې وغوښتل، چې د پاکستان د لاسنوهنو پر وړاندې جدي چلند وکړي.
د پولينډ په پلازمېنې وارسا کې د ناټو د سرمشريزې غونډې پر مهال له افغانستان سره د مالي او پوځي مرستو او اوږدمهاله سياسي همکاريو اعلان او ژمنې وشوې.
د پکتيکا سلګونو اوسېدونکو د چنګاښ په ٢٨مه د ولايت په مرکز ښرنې ښار کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د وارسا د غونډې له پرېکړې هرکلى او د ولسمشر د ملاتړ اعلان يې وکړ.
د دې ولايت د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مرستيال يعقوب خان منظور د وارسا کنفرانس د افغانستان لپاره مهم وباله او زياته يې کړه، له دې کنفرانس څخه د لسمشر اشرف غني يوه لويه لاسته راوړنه تر ۲۰۲۰ کاله پورې د افغان ځواکونو تجهيز او مرستې دي.
هغه زياته کړه، په ياد کنفرانس کې د افغانستان د ګاونډي هېواد پاکستان چې تل يې وسله والو طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی، دروغجنه څېره نړيوالو ته په ډاګه شوه.
منظور وايي، د دې ولايت ولسونه د ولسمشر د هرې حقې پرېکړې ملاتړ کوي او د سر په بيه ترې دفاع کوي.
د کټواز اوسېدونکي خورشيد امان کټوازي هم وويل، چې ولسمشر ورو، ورو خپلو ژمنو ته د عمل جامه ورکوي، چې ښه بېلګه يې دو ارسا کنفرانس لاسته راوړنې او د نړيوالو مرستو را جلبول دي.
نوموړي هم د پاکستان دوه مخي سياست ته اشاره وکړه او ويې ويل، پاکستان نه غواړي افغانستان په خپلو پښو ودرېږي .
هغه له دولته وغوښتل، چې د پاکستان پر وړاندې له ډيپلوماتيکو لارو کار واخلي او د هېواد په کورنيو چارو کې ورته د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
د دې ولايت د ولايتي شورا رييس مبين فقيرزاده هم په پکتيکا کې د قومي جوړښتونو يادونه وکړه او زياته يې کړه، دا ولسونه تل د ملی يووالي حکومت تر شا ولاړي دي.
دى وايي: ((د افغان ځواکونو تجهيز، روزنه او نړيوالې ټولنې ملاتړ دې ته زمينه برابروي چې دا هېواد په خپلو پښو ودرېږي او له خپلو زېرمو او کرنيزو ځمکو ښه استفاده وکړي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP