پل علم (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې پنځه طالبان او يو د ملي امنيت مدير وژل شوى دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د خوښۍ ولسوالۍ د کارېزونو په سيمه کې د ملي امنيت ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وايي: ((د ملي امنيت ځواکونه سيمې ته د عملياتو لپاره تللي وو چې د طالبانو له کمين سره مخ شوي دي.))
ده زياته کړه، په دې نښته کې پنځه طالبان او د ولسوالۍ د امنيت مدير وژل شوي او يو طالب او يو د ملي امنيت سرتېرى ټپيان دي.
د عابد د معلوماتو له مخې، له يادې نښتې څخه د ملي امنيت ځواکونو د څلورو طالبانو جسدونه، څلور موټرسايکل، څلور کلاشينکوفونه، لاسي بمونه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي له ځان سره راوړي دي.
د خوښۍ ولسوال عبدالحميد حامد هم ياده پېښه او مرګ ژوبله تاييد کړه.
هغه پژواک ته وويل: ((دغه کس د ولسوالۍ د امنيت مدير و، چې اصف خان نومېده او ډېر تکړه سړى و.))
حامد دا هم وويل چې د نښتې پر مهال يو طالب ژوندى هم نيول شوى دى.
د کارېزونو سيمي اوسېدونکي حاجي زرک پژواک ته وويل: ((غرمه وه چې زموږ کلي ته عسکر راغلل، خو وروسته يې بيا له طالبانو سره نښته پيل شوه.))
د هغه په وينا، نښتې نږدې نيم ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله واوښته، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
وسله وال طالبان هم دغه نښته تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، په دې نښته کې د ملي امنيت درې کارکوونکي وژل شوي او يو ټپي دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP