تالقان (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): په تخار کې ٣٥زره بې اسناده موټر شته چې په وسیله يې په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه هم لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې د تخار امنيتي چارواکو له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړو مرکو په ترڅ کې کړې دي.
د تخار له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر معلم رووف پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په تخار کې بې اسناد موټر ډير شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د دغو موټرو له ډېرېدو سره جرمونه هم ډېر شوي؛ ځکه په همدې بې اسنادو موټرو کې جرم کوي او بيا پيدا کول يې هم موږ ته سخت کار دى.))
معلم رووف د کره شمېرې له يادولو پرته وويل: ((د ورځې څو دغه ډول قضيې موږ ته راځي چې په بې اسنادو موټر کې شوې وي.))
په همدې مهال بیا د تخار د ترافیکو مدیر حضرت ګل فرخاري پژواک ته وويل چې په دغه ولایت کې ۳۵ زره بې اسناد موټر دي چې د ورځې په تېرېدو سره یې شمېر نور هم ډېرېږي.
فرخاري وايي چې د جرمونو په ترسره کولو، د نشه يي توکو او د انسان په قاچاق کې له دغو موټرو کار اخیستل کېږي.
نوموړی وايي: ((دغه موټر په نا قانونه توګه وارد شوي او هره ورځ تر لسو پورې نوي بې اسناده موټر واردېږي، ډېر يې د پاکستان لاس موټر دي، موږ ته یې سختې ستونزې جوړې کړې دي.))
د هغه په وينا، دغه ستونزه يې څو ځلې په کابل کې له حکومتي مشرانو شريکه کړې ده خو تر اوسه ولسمشر او وزيرانو شورا د بې اسناده موټرو په اړه تصميم نه دى نيولی.
نوموړی وايي که په دې برخه کې مرکزي حکومت پرېکنده تصمیم ونه نیسي، په راتلونکي کې به یې کنټرول د حکومت له واکه ووځي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو موټرو ډېره برخه يې شخصي دي او په زورواکانو پورې تړاو لري.
په ورته وخت کې بیا په تالقانو کې د مدني ټولنې غړی منیراحمد هدف په دې برخه کې حکومت په بې پامۍ تورنوي او زیاتوي چې بې اسناد موټرو د ښار نظم هم له منځه وړی او څوک یې نه شي کنټرولاى.
login or register a new account.