محمودراقي (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د اله ساى ولسوال غلام نقشبند صافي د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ولسوالۍ په بازار کې نښتې شوې وه.
هغه زياته کړه، نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملي اردو ځواکونه بازار ته د سودا پېرلو په موخه راغلي وو.
ولسوال وايي، وسله والو طالبانو پر ملي اردو ځواکونو بريدونه وکړل او نښتې تر دوو ساعتونو پورې دوام درلود چې درې ملکي وګړي په کې وژل شوي او ٦ نور ټپیان دي.
دغه راز په دې نښته کې يو طالب هم ټپي شوى دى.
د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ولسوال وايي، دا لا نه ده معلومه چې د چا په ډزو ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولسوالۍ د ابوخېلو سيمې يوه اوسېدونکي خالد پژواک ته وويل، په دې پېښه کې يې پلار ټپي شوى دى.
هغه وايي، ناڅاپه په ښار کې سخته جګړه پيل شوه او خلک په تېښته شول. خلک نه پوهېدل، خو له هر لوري څخه به مرمۍ ورېدلې.
خالد هم وويل چې په دې نښته کې يو شمېر ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.