ښرنه(پژواک،٣٠چنګاښ٩٥): د پکتيکا ښځينه مدني فعالانې او اوسېدونکي وايي چې په لويو پرېکړو کې بايد د ښځو نظرونو او وړانديزونو ته هم ارزښت ورکړل شي.
دغه څرګندونې د پکتيکا ولايت يوشمېر ښځو او نورو اوسېدونکو په هغې غونډه کې وکړې چې دملګرو ملتونو له لوري په تصميم نيونه کې د ښځو ونډې تر سرليک لاندې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د پکتيکا د ښځو چارو رييسې بي بي حوا خوشيوال وويل چې په دې ولايت کې دنورو ولايتونو په پرتله په تصميم نيونه او پرېکړو کې ښځو ته حق نه ورکول کيږي.
نوموړې وايي چې دپخوا په پرتله اوس په دې ولايت کې ډيری ښځې غواړي په دولت کې له نارينو سره يوځای کار وکړي او د ولايت په کچه په بېلابېلو برخو کې په تصميم نيونه کې برخه واخلي، خو دغه اسانتيا ورته نه برابريږي.
خوشيوال وايي، ډيری هغه بنسټونه چې د ښځو په برخه کې کار کوي دې ولايت ته يې پاملرنه نه ده کړې او فعاليتونه يې يواځې په کابل او لويو ولايتونو کې دي.
ددې ولايت يوې بلې اوسېدونکي زرو وويل چې د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله په دې ولايت کې د ښځو لپاره ستونزې او ننګونې ډيرې دي.
نوموړي له حکومتي مشرانو وغوښتل چې په دې ولايت کې دې د ښځو د عامه پوهاوي، ښوونې او روزنې، روغتيا او نورو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مدني فعال زلمى خروټى هم وايي چې په تصميم نيونه او پرېکړو کې د ښځو ونډه مهمه ده ، خو تر اوسه پورې ورته پاملرنه نه ده شوې.
نوموړي زياته کړه، ددې ولايت ښځې د ژوند له ډيرو اسانتياوو څخه محرومې دي چې بايد پاملرنه ورته وشي.
دغه راز په دې غونډه کې د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو مسوول محمد کريم اتل وال هم وويل چې ښځو او نارينه وو ته په اسلام کې يو ډول حقوق ورکړل شوي ، نو دواړو ته بايد په يوه سترګه ورته وکتل شي.
ده وړانديز وکړ چې په لويو پرېکړو کې ښځو ته د ونډې ورکولو په موخه دې د پوهنې او ښځو چارو رياستونه يو ځانګړى دفتر جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتيکا ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ښځې د ورته ونډې غوښتونکي دي.
login or register a new account.