ګردېز (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د ګردېز- ډنډ پټان لويه لار له دوو ورځو تړل کېدو وروسته بېرته د خلکو او ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.
وسله والو طالبانو د پکتيا د ميرزکې ولسوالۍ د انډوام په سيمه کې له وړمې ورځې راهيسې د ګردېز- پټان لويه لاره بنده کړې وه.
د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل دغه لاره نن غرمه دوولس بجې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پایله کې د ترافيکو پر مخ بېرته خلاصه شوه.
نوموړی وايي، وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو سره کلک مقاومت هم کړی چې په ترڅ کې نهه طالبان هم وژل شوي دي.
دی وايي، تېره ورځ پر هغو ولسواليو چې وسله والو په کې امنيتي ستونزې پيدا کړې وې، هوايي بريدونه هم شوي دي.
اتل وايي چې امنيتي ځواکونه اوس هم په سيمه کې دي او د پاتې وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات کوي او خلک دې ډاډمن وي چې د بیا لپاره به دغه لاره بنده نه شي.
د احمدخېلو ولسوالۍ يو اوسېدونکی زيارت خان وايي چې لاره خلاصه شوې ده او خلک پرې تګ راتګ کولای شي.
نوموړی زیاتوي، خلک وېره لري چې ښايي په سيمه کې يا لاره بنده شي او يا هم د دواړو خواو تر منځ نښتې وشي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې ولسواليو کې د جګړې او خپلو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د دې لارې په تړل کېدو د ډنډ پټان، څمکنۍ، جانې خېلو، ځاځي اريوب، احمد خېلو، لجه منګل او ميرزکي ولسوالیو لارې هم تړل شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم په دې سيمه کې وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره لاره د خلکو پرمخ تړلې وه.
login or register a new account.