مزارشريف (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۵): د هېواد د هوايي ځواک له خوا د شمال زون شاهين قول اردو ته څلور.
د چنګاښ په ۳۱مه د دغو الوتکو د سپارلو پر مهال د هوايي ځواک قوماندان عبدالوهاب وردګ وويل چې د تېر کال په پرتله هوايي ځواک د تخنيک او کدر له اړخه خورا ځواکمن شوی دی.
هغه زياته کړه، A29 الوتکې؛ ځمکې ته د راکټ او دهشکې د فير کولو توان لري او ورسره بمونه هم غورځولی شي.
عبدالوهاب وردګ چې د يو پلاوی په مشري د يادو الوتکو د سپارلو په موخه شاهين قول اردو ته راغلی و، رسنيو ته وويل چې په دغه سفر کې به د شمال زون د هوايي ځواک د اپراسيون کتنه هم کوي.
نوموړي په روان کال کې د شفق عملياتو په اوږدو کې د هوايي ځواک چارې ښې و ارزولې او د ستاينې وړ يې وبللې.
وردګ د A29 جنګي الوتکو په تړاو وويل چې له دغو الوتکو څخه ۱۴ الوتکې د ناټو له خوا افغان هوايي ځواک ته ورکړل شوي، چې څلور يې نن شاهين قول اردو ته وسپارل شوې.
نوموړي زياته کړه چې د يادو الوتکو د کارونې لپاره په ټول هېواد کې درې نقطې، کابل، مزارشريف او کندهار هوايي ډګرونه ټاکل شوي دي.
د هغه په وينا، يادو الوتکو ته چې د هېواد په هره څنډه کې د عملياتو په اوږدو کې اړتيا وي؛ نو له دغو هوايي ډګرونو څخه به ټول افغانستان تر پوښښ لاندې راولي.
وردګ وويل چې د هوايي ځواک له ټولو جدي ستونزه د پيلوټانو د روزنې په برخه کې ده، چې ډېرو مالي امکاناتو او وخت ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، يو پېلوټ چې د هوايي ځواک لوړې زده کړې يې بشپړې کړې وي؛ له هغه وروسته ورباندې يو نيم ميليونه ډالره نور لګښت راځي چې په دوو کلونو کې د الوتنې لپاره چمتو کړای شي.
د هغه په وينا، د پيلوټانو د روزنې په برخه کې امريکا، چک جمهوريت او متحده عرب امارت له افغانستان سره مرسته کوي.
login or register a new account.