ګردېز (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په پکتيا ولايت کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد ايوب وردګ د زمري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجود ولايت د مرکز ګردېز ښار د صياد کلا سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، ناپېژانده وسله والو پر پوليسو ډزې کړې چې له امله يې يو پوليس او يو عام وګړى وژل شوي او دوه عام وګړي ټپيان شوي دي.
سمونوال ايوب وردګ وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د امنيت امر وويل چې د دې پېښې په تړاو يې درې شکمن کسان نيولي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
تر اوسه د دې بريد مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.