Language

په يوه توغندويي بريد کې ٦ ملکي  وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز (پژواک، ٢ زمرى ٩٥): د پکتيا ولايت  مرکز ګردېز ښار کې پر يوه کور  د توغندي د لګېدو له امله  شپږو کسانو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل د زمري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پېښه نن مازيګر شاوخوا څلور بجې دګردېز په نوي ښار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې له نامعلوم لوري څخه توغول شوى يو  توغندى د سيمې د اوسېدونکي پر يوه کور لګېدلى چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او څلور کسان ټپيان دي.

اتل وايي چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

د والي وياند وايي، دغه توغندی د پکتيا امنيه قوماندانۍ او  ولايت ودانيو ته په پنځه سوه مترۍ کې چې د ملکي خلکو کورونه هم په کې لګېدلى .

د نوموړي په وينا، دغه ډول توغندي او هوانونه  د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا توغول کيږې.

د يادې پېښې د کور خاوند عبدالکريم  پژواک ته وويل  چې دوی دغې پېښې زيات خواشيني کړي دي.

دی وايي خلک، له کليو او بانډو څخه په دې موخه ښار ته راځي چې ګوندې له چاودنو څخه خوندي پاتې شي، خو دلته هم خوندي نه دي.

عبدالکريم وايي وسله وال بايد له دا ډول کړنو څخه لاس واخلي ځکه چې پر ښار توغندي توغول ستر جنايت دى او خامخا خلکو ته په کې زيان رسيږي .

د پکتيا په امنيه قوماندانۍ کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې له دې توغندي يو ساعت وړاندې يو بل توغندی هم ددې قوماندانۍ اړوند د عامه نظم پر ودانۍ لګېدلی و.

سرچينه وايي چې په لومړي بريد کې چاته زيان نه دی اوښتی .

د يادونې ده چې نن سهار هم په ګردېز ښار کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې يو پوليس او يو عام وګړى وژل شوي او دوه عام وګړي ژوبل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics