Language

د حقاني شبکې قوماندان کرنيل وژل شوى

خوست ښار (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چي په خوست ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې د حقاني شبکې قوماندان کرنيل وژل شوى دى.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د زمري په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن تر غرمې مخکې په سپيره ولسوالۍ کې د کمپاين ځواکونو او حقاني شبکې د وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې د حقاني شبکې مشهور قوماندان  کرنيل وژل شوى او درې ملګري يې ټپيان دي.

غيرت وايي چې قوماندان کرنيل د دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکى و.

د نوموړي په وينا، په دې نښته کې د کمپاين ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

امنيه قوماندان دغه راز وويل  چې تر غرمې وروسته د ولايت د مرکز اړونده د خالصې په سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

دى وايي چې د مقابل لوري يو تن نيول شوى او نور تښتېدلي دي.

login or register a new account.