کلات (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د زابل پر والي بسم الله افغانمل شاه جوى ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وسله وال بريد شوى دى.
د والي وياند ګل اسلام سيال د زمري په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي نن سهار له يوه پلاوي سره شاه جوى ولسوالۍ ته سفر درلود.
هغه زياته کړه چې د شاه جوى ولسوالۍ د تازي په سيمه کې وسله وال مخالفين ورته کمين کې ناست و چې د سپکو او درندو وسلو بريد يې پرې وکړ.
د سيال په وينا، د والي پر موټر مرمۍ لګېدلي خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.
د کندهار د ملي تلوېزيون خبريال يعقوب شرافت چې له والي سره يې سفر درلود، پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د تازي په سيمه کې د والي پر کاروان بريد کړى دى.
ده زياته کړه چې د دې بريد له امله د کابل- کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې او امنيتي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.
نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل، خو يوې بلې سرچينې وويل چې تر اوسه په دې جګړه کې يو پوليس ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى دى.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې د زابل والي پر کاروان يې بريد کړى، چې د هغه درې ساتونکي يې ژوبل کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP