مزار شريف (پژواک، ٣ زمرى ٩٥): د هېواد د شمالي سيمو ولسي سندر غاړى د زړه د حملې له امله وفات شوى دى.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال عطاء محمد ساهو د زمري په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې حسن بسمل پرون ناوخته د مزار شريف د ابن سينا په روغتون کې مړ شوى دى.
هغه زياته کړه چې پر نوموړي د زړه حمله راغلې وه ، خو کله چې يې روغتون ته ورساوه، نو هلته يې ساه ورکړه.
ساهو وويل چې بسمل په ١٣٤٩ لمريز کال کې د بلخ ولايت په سمرقنديانو کلي کې زېږېدلى او له ځوانۍ څخه يې پر سندرو ويلو پيل کړى و.
د نوموړي په وينا، هغه په دې وروستيو کې په ولسي او دولتي پروګرامونو کې سندرې ويلې او د شمال په ډېرو برخو کې يې مينه وال درلودل.
ده زياته کړه چې د هغه جنازه به نن تر غرمې وروسته د مزار شريف په روضه کې ترسره او په خپله پلرنۍ هديره کې به خاورو ته وسپارل شي.
د مزار شريف يو تن مدني فعال احمد سير د هغه په مرګ خواشيني څرګنده او له حکومت يې وغوښتل چې له فرهنګيانو او هنرمندانو سره اقتصادي مرستې وکړي.
login or register a new account.