Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر د دهمزنګ پېښې د ارزونې لپاره پلاوى توظيف کړ

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): ولسمشر اشرف غني د حکم له لارې دکابل په دهمزنګ کې د دردناکې پېښې د ارزونې په موخه يو پلاوی وګوماره.

دوه ورځې مخکې د کابل په دهمزنګ سيمه کې د ((جنبش روشنايي) د لاريون په منځ کې غبرګ ځانمرګي بريدونه وشول چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٨٠ تنه وژل شوي او تر ٣٠٠ زيات ټپيان دي.

له ارګ څخه د زمري په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دې اړه يو پلاوي ته دنده سپارلې، چې د يادې پېښې څرنګوالی ژر، دقيق او په هر اړخيزه توګه وڅېړي او خپل راپور ولسمشرۍ ته وړاندې کړي.

سرچينه کاږي، د دې حکم په اساس ياد پلاوی د هېواد د لوی څارنوال محمد فريد حميدي په مشرۍ جوړ شوى، چې په ترکيب کې يې د ژوند چاپيريال او طبيعي سرچينو په چارو کې د ولسمشرۍ ستر سلاکار ډاکټر عباس بصير، د ولسمشرۍ د عدلي او حقوقي چارو مشورتي بورډ رييس نصرالله ستانکزی، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي مرستيال عبدالرحمان رحمان، د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو مرستيال ډګر جنرال هلال الدين هلال، د ملي دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال ستر جنرال مراد علي مراد، د اجراييوي رياست د وزيرانو شورا دارالانشا رييس نصرالله ارسلايي، د ملي امنيت د عمومي رياست ولايتي مرستيال عبدالمتين بيګ، د اجراييوي رياست استازی محمد ناطقي ، د چارو ادارې د عمومي رياست د دفاع او امنيت رييس تورنجنرال جانان بارکزی، د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون استازی محمد موسی محمودي او د ولسي جرګې پخوانی غړی عباس نويان توظيف شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.